د (د زده‌کړو سمې لارې چارې) په نامه یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۹
..

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطبوعاتو په تالار کې د یاد ریاست او یو همکار ښوونیز مرکز په همکارۍ ۵۰۰ تنو ځوانانو ته د (د زده‌کړو سمې لارې چارې) په نامه یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو یاد پروګرام ګټور وبللو او د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دغه راز د یاد ښوونیز مرکز مسؤلینو د سیمینار موخه د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړول، د مطالعې سمې لارې چارې او اغېزمنو زده‌کړیزو میتودونو پېژندل یاده کړل.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو ته د ټاکلي هدف، منظم پلان، مناسب چاپېریال، اغېزمنو فعالو زده‌کړیزو میتودونو، له بېلابېلو سرچینو ګټې اخیستنې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS