د سرپل ښار پنځه مهمې څلورلارې په رسمي نومونو ونومول شوې
د سرپل ښار پنځه مهمې څلورلارې(استقلال، مطبوعاتو، فرهنګ، وحدت او د ښار مرکز) په رسمي نومونو ونومول شوې او لوحې یې نصب شوې.
د دغو څلور لارو نوم ایښودنه د سرپل د ولایت مقام د وړاندیز پر بنسټ، د ریاستالوزراء د عالي مقام په لارښوونه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څلورلارو او مقدسو ځایونو د نوم ايښودنې کمېسیون له لوري تر ارزونې او منظورۍ وروسته تایید شوه، چې د یادو څلور لارو د نوم ایښودنې د رسمي پړاوونو تیرولو وروسته د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ د لوحو د نصب چارې ترسره کړې.
مسوولینو وویل: د دې اقدام موخه د فرهنګي او ملي هویت پیاوړتیا، ټولنیز انسجام، ښاري نظم او د پتې موندنې په برخه کې اسانتیا رامنځته کول دي. د مسؤلینو په وینا، څلور لوحې د دویمې ناحیې په څلورلارو کې او یوه لوحه د سرپل ښار د مرکز په څلورلارې کې نصب شوه.
دغه راز د سرپل اوسېدونکو هم دا اقدام د ښاري نظم د ښه والي او د دې ولایت د فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو د انعکاس په برخه کې یو مثبت ګام یاد کړ.
۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق
