د سیرت النبیﷺ د ازموینې غوره ګډونوال وستايل شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
....

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د کاپیسا ولایت مرکزي زندان د ۱۲۰ تنه زندانیانو ترمنځ د سیرت النبیﷺ ازموینه تر سره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو وستایل شول.
د یادې سيالۍ د پایلو په اعلان غونډه کې سیمه ‌ییزو مسؤلینو، علماوو، د پوهنتون استادانو او زندانیانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم ‌الله وثیق له زندانیانو څخه د سیرت النبیﷺ په ازموینه کې د ګډون له امله مننه وکړه او له دوی څخه يې وغوښتل، چې دا فرصت غنیمت وبولي او د ځان جوړونې او علم زده‌ کړې په لاره کې هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې سيالۍ لس تنه غوره ګډونوال د نغدي او بېلابېلو معنوي ډاليو په ورکولو وستایل شول.

۱۴۴۷/۲/۹ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS