د عامه کتابتونونو ریاست له خوا د کتابدارۍ په نوم روزنیز سیمینار پیل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له خوا د دغه ریاست او د مرکز اړوند ټولو ناحیو کتابتونونو مسؤلینو، د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون او د افغانستان لپاره د کابل پوهنتون (ACKU) کتابتون مسؤلینو ته د کتابدارۍ په نوم اوونیزه روزنیز سیمینار پیل شو.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دا ډول مسلکي روزنیزو سیمینارونو جوړولو په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: کتابتونونو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې مسلکي او په کار پوه کارکوونکي ولرو او د دغو سیمینارونو ترسره کولو بنسټیزه موخه همدا ده، چې د کتابتونونو کارکوونکي له خپل مسلک سره په عملي ډګر کې پوره بلدتیا ومومي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه سیمینار کې به د کتابتون د مقدماتي برخې ( کتابتون کې مروج اصطلاحات، د کتابتونونو ډولونه، ډیجیټل کتابتونونه، د کتابتون مدیریت او نورو) اړینو موضوعاتو په اړه به ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې شي.
۱۴۴۷/۳/۲ هـ ق
