د فرهنګ او هنر معین د کندهار له والي سره ولیدل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا شیرین اخند سره لیدنه وکړه او د سفر د موخو، ترلاسه شویو لاسته راوړنو او د یاد ولایت د تاریخي او فرهنګي میراثونو، په ځانګړې توګه د تاریخي آبداتو د ساتنې، پالنې او بیارغونې په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د فرهنګ او هنر معین د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او تاریخي آبدات یې د هېواد د هویت، تمدني مخینې او تلپاتې فرهنګي شتمنۍ یوه مهمه برخه وبلله. نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغو ارزښتمنو میراثونو ساتنه دوامدارې پاملرنې، مسلکي پلان جوړونې، معیاري ترمیم او د اړوندو ادارو ترمنځ اغېزمنې همغږۍ ته اړتیا لري.
همدارنګه، د کندهار ولایت د تاریخي آبداتو د وضعیت، د دغو آبداتو د ساتنې او ترمیم اړتیاوو ته د رسېدنې، د تاریخي ودانیو د زیانمنېدو د مخنیوي او د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو او اصلي معمارۍ د ساتنې لپاره د اړینو تدابیرو په اړه خبرې وشوې.
د کندهار والي ملا شیرین اخند هم د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره یې د همکارۍ او همغږۍ له لارې د ساتندویو پروګرامونو د پلي کېدو او تاریخي آبداتو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دا لیدنه د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د تاریخي آبداتو د ساتنې د پروګرامونو د ملاتړ او د کندهار ولایت د ارزښتمنو تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب په موخه ترسره شوه.
۱۴۴۸/۵/۱۶هـ ق
