د لرغون پېژندنې کمیټې ناسته ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۲
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح الله سادات په مشرۍ د لرغون پېژندنې کمیټې ناسته د دې کمېټې د نورو غړو په شتون کې د هېواد د منقولو او غیر منقولو لرغونو آثارو د ساتنې او خونديتوب د څرنګوالي په موخه ترسره شوه.
لرغوني آثار د ارزښتمنو فرهنګي او تاریخي زیرمو په توګه د هېواد د خلکو هویت او تاریخ انځوروي، له همدې امله د دغو اثارو ساتنه او پالنه یوازې یو ملي مسوولیت نه دی، بلکې د افغانستان د غیور ولس او دولت ګډه دنده ده.
د لرغون پیژندنې رئیس سید ذبیح الله سادات د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی (۱) شمېرې فرمان باندې ټینګار وکړ، چې پکې د هېواد د لرغونو ساحو پر اهمیت، ساتنې او خوندیتوب ټینګار شوی دی.
په دې ناسته کې د هېواد له بېلابېلو تاریخي او لرغونو ساحو څخه د موندل شويو آثارو د ساتنې، مدیریت او نندارې په څرنګوالي هم بحث وشو.
همدارنګه د کمیټې غړو د دغو آثارو د ساتنې او پېژندنې په برخه کې پر نويو او اغېزمنو لارو چارو د نظرونو تبادله وکړه، تر څو وکولای شي، چې له دې لارې هم د هېواد د تاریخي او فرهنګي هویت د خونديتوب لپاره مرسته وشي او هم د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د جذب زمینه برابره شي.
۱۴۴۷/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS