د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري ولي‌ګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه له رسنیو، هټیوالو او ښاریانو سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې لوحې او اعلاناتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ له ارزښتونو او د ملي ژبو مطابق برابرې شي.
وروسته د یادې سیمې اړوند لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وشوه، چې له نېکه مرغه د یادې سیمې اړوند زیاتره لوحې او اعلاناتي تابلوګانې د کمېسیون د طرزالعمل مطابق برابرې شوې وې او هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې ستونزې او نیمګړتیاوې یې درلودې خاوندانو ته یې د کمېسیون د غړو له لوري د اصلاح په موخه اړینې سپارښتنې وشوې، دغه راز هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې په بهرنیو ژبو ترتیب شوې وې خاوندانو ته یې په ملي ژبو بدیلو کلمو د ترتیب کولو سپارښتنې هم وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۲۵۰ لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څارنه وشوه.

 ۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۲
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره وکتل

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده، د دې ولایت له یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو سره په لیدنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت، د اسلامي نظام د ملاتړ او د دښمنانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۵
Background image

هلمند کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ریاست اړوند د کلتوري مرکز په تالار کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو.
 د هلمند د فرهنګ. . .

BACK TO NEWS