د مټاخان ولسوالۍ اړوند (رشکي غونډۍ) کې لسګونه قلمه لرغوني آثارکشف شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون‌پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اړوند په «رشکي غونډۍ» لرغونې سیمه کې لرغون‌پېژندې څېړنې ترسره کړې، چې د دغو کیندنو په پایله کې د ودانیزو پاتې‌شونو ترڅنګ ۸۴ قلمه منقول لرغوني (ډبرو، خټو، هډوکو، ښیښو او فلزي توکي څخه جوړ) آثار ترلاسه شول.
د لومړنیو څېړنو له مخې کشف شوي آثار د کوشاني او کوشاني-ساساني دورو پورې تړاو لري، چې تاریخي مخینه یې د میلادي له لومړۍ څخه تر څلورمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي.
د لرغون‌پوهانو په وینا د موندل شویو آثارو له مخې دغه سیمه د خټينو لوښو د جوړولو د کارخونې په توګه کارېدله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون‌پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات چې د کیندنو او څېړنو بهیر یې له نږدې څاره، د دغو موندنو له پایلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: کشف شوي آثارو د اسنادو جوړولو، ثبت او راجستر کولو د پروسې له بشپړېدو وروسته د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول او غیرمنقول آثار هم په معیاري ډول خوندي کړل شول.
ښاغلي سادات زیاته کړه، د دا ډول فعالیتونو ترسره کول د تاریخ پټو او ناڅرګندو برخو روښانولو ترڅنګ د موزیمونو د بډاینې لامل ګرځي، خلک له تېر تاریخ او فرهنګ سره لا ښه اشنا کوي او د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابروي.

۱۴۴۷/۱۲/۶ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۷
Background image

د مټاخان ولسوالۍ اړوند (رشکي غونډۍ) کې لسګونه قلمه لرغوني آثارکشف شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون‌پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اړوند په «رشکي غونډۍ» لرغونې سیمه کې لرغون‌پېژندې څېړنې ترسره کړې، چې د دغو کیندنو په پایله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۹:۱۳
Background image

پکتیا کې د قلموالو مبارزینو ترمنځ د همغږۍ غوڼده وشوه

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ د قلموالو مبارزینو تر منځ د فکري او رسنیزې مبارزې پیاوړتیا، یووالي، انسجام او همغږۍ په موخه غوڼده وشوه.
 په پیل کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۷:۱۶
Background image

د هرات ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې دوه سالونونه پرانېستل شول

د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب او لیدنې په موخه، د هرات په اختیارالدین کلا یا ارګ کې د تاریخي ډبرو د ساتنې او نندارې لپاره دوه ځانګړي سالونونه پرانېستل شول.

د اطلاعاتو او کلتور. . .

BACK TO NEWS