د ناحیو او ولسوالیو د عامه کتابتونونو لسګونو مسؤلینو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او شانتي(SVA) مؤسسې په ګډې همکارۍ د ناحیو او ولسوالیو د عامه کتابتونونو لسګونو مسؤلینو ته د کتابتونونو لارښود په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو، چې د ورکشاپ پای غونډه کې د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم او د شانتي مؤسسې رئیس ډاکتر جاوید صافي هم ګډون کړی و.
په دې ورکشاپ کې د دوو تنو استادانو رفیع الله شاپور او نور حسن شینواري له لوري ګډونوالو ته د کتابتونونو مدیریت، د کتابونو د ساتنې، کتابتونونو کې مراجعینو سره د چلند، په کتابتونونو کې د کتابونو تنظیم، د نویو کتابتونونو د جوړولو پر مهال د اصولو او یو شمېر نورو مسلکي برخو په اړه معلومات وړاندې شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین د شانتي مؤسسې له ترسره کړو او روانو خدماتو څخه مننه وکړه او ویې ویل: په ګډه کولای شو، چې افغان دردېدلي ولس ته په غوره توګه علمي او فرهنګي خدمتونه ترسره کړو.
ښاغلي طیبي د مرکزي، ناحیو او ولسوالیو عامه کتابتونونو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل : د ځوانانو فکري او علمي روزنې په برخه کې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړئ، په دغه ورکشاپ کې له ترلاسه کړیو معلوماتو څخه په خپلو اداري چارو کې استفاده وکړئ او کوښښ وکړئ، چې ټولنه کې مو د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ پیاوړی شي.
دغه راز د عامه کتابتونونو رئیس هم د دغه روزنیز ورکشاپ جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: ورته پروګرامونه کولای شي، چې د کتابتونونو مسؤلینو ظرفیت لوړونې په برخه کې مهم رول ترسره کړي.
همدارنګه په غونډه کې د شانتي مؤسسې رئیس داکتر جاوید صافي د شانتي مؤسسې د ترسره کړیو او روانو فعالیتونو او د دغه ورکشاپ د موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د شانتي مؤسسه په پام کې لري، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د کابل سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې د شته کتابتونونو ترڅنګ نور نوي کتابتونونه هم پرانیزي.
ورته مهال د ورکشاپ ګډونوالو د عامه کتابتونونو ریاست او د شانتي مؤسسې له ترسره کړیو علمي خدمتونو او له دغه ورکشاپ جوړولو څخه مننه وکړه او یاد ورکشاپ یې د کتابتونونو د چارو ښه تنظیم په برخه کې ګټور یاد کړ. ګډونوالو د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په پای کې د ورکشاپ ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.
۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق
