لښکرګاه کې ځوانانو ته د فکري انحراف مخنیوي په نوم يو ورځنی سیمینار وړاندي شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۶
..

د هلمند ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډه همکارۍ د یاد ریاست اړوند په فرهنګي مرکز کې سلګونه تنه ځوانانو ته د فکري انحراف مخنیوي په نوم يو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د سیمینار په پیل کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي ښاغلي محب الرسول ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فکري روزنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: لکه څنګه چې ځوانان د زده کړو په ترلاسه کولو کې هڅې کوي همداسي باید فکري پوهنې او روزنې ته هم پاملرنه وکړي.
دغه راز د ځوانانو چارو امر مولوي سلطان محمد حنيف وویل: دا ډول سیمینارونه جوړول کولی شي، چې د ځوانانو په فکر جوړونه کې اغيزمن رول ترسره کړي، نوموړي د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو ډاډ هم څرګند کړ.
په پای کې د ځوانانو له لوري یو لړ پوښتنې او غوښتنې هم وړاندې شوې چې د مسؤلینو له لوري یې پوښتنو ته مناسب ځوابونه او غوښتنو ته د شته امکاناتو په پام کي نېولو سره د رسېدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۴
Background image

میدان وردګو کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد ووېشل شول

د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز میدان ښار کې د یوې پراخې ولسي غونډې پر مهال، د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوی) فرمان په اړه د عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۷
Background image

شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د شاجوی ولسوالۍ له مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او سلګونو اوسېدونکو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ.
د غونډې موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۶
Background image

لښکرګاه کې ځوانانو ته د فکري انحراف مخنیوي په نوم يو ورځنی سیمینار وړاندي شو

د هلمند ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډه همکارۍ د یاد ریاست اړوند په فرهنګي مرکز کې سلګونه تنه ځوانانو ته د فکري انحراف مخنیوي په نوم يو ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS