(د نبويﷺ سیرت پر اساس د ځوانۍ ساتنه او شخصیت جوړونې) په نوم سمینار جوړ شو
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د دې ولایت سلګونو تنو ته (د نبويﷺ سیرت پر اساس د ځوانۍ ساتنه او شخصیت جوړونې) په نوم د نبويﷺ سیرت څخه د پیروۍ او ساتنې روحيې پیدا کولو په موخه دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق د اسلام د ستر پیغمبرﷺ د خپلو پیروانو پر وړاندې د مهربانۍ په اړه وینا وکړه او په ټولنیز ژوند کې يې د پیغمبرﷺ د اخلاقو او کړنو عملي کول یې د بریا، د دنیا او آخرت د عزت او سر لوړی ضامن وباله.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سمینار په دوام به علماء کرام د رسول اللهﷺ د سیرت او لاسته راوړونو په اړه ویناوې وکړي.
۱۴۴۷/۴/۱۹ هـ ق
