د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۱
..

دوشنبه (۱۴۴۸ د محرم الحرام ۲۷) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
‏ په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۴۹ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۵۲۷ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، د ناستې په پای کې د سعادت خپرندویې اړوند د وارد شویو قرآنکریمونو په اړه هم پریکړه وشوه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د بدخشان او سرپل ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۱
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د محرم الحرام ۲۷) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
‏ په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۳
Background image

د فرهنګ او هنر معین له خطاطانو، مینیاتورانو او نقاشانو سره وکتل

دوشنبه (۱۴۴۸ د محرم الحرام۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د هنرستان ریاست په ملي نګارستان کې له لسګونو استادانو، خطاطانو، مینیاتورانو او. . .

BACK TO NEWS