د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته  وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۴۹
....

دوشنبه(۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان ۲۱ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د کمېسیون د مرستیال مولوي ضیاءالحق حقمل په مشرۍ ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ او د کمېسیون لاسته‌راوړنې او فعالیتونه یې مثبت وارزول.
په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې، هغه کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره يې سمون درلود، د چاپ اجازه ورکړل شوه، همدارنګه د صادره او وارده ۱۴۹ ټوکه کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې ۱۷ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه راجع شوي وو، د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راپور په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

۲۰/۱۱/۱۴۰۴ ھـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS