د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۲۰
..

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د شوال المکرم ۲۶مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۲۱ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۸۲ ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې او همدارنګه، د ملګرو ملتونو د (UNFAO) برخې اړوند یو شمېر تعلیمي کتابونه وارزول او تائید شول.
د یادونې وړ ده، چې ۷ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۵/۱/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

BACK TO NEWS