د ۱۴۰۴ لمریز کال د فرهنګي او هنري جایزو وېش غونډه ترسره شوه
پنج شنبه(۱۴۴۷ د رجب المرجب ۱۱مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د خلکو فرهنګ ریاست له لوري د ۱۴۰۴ لمریز کال د فرهنګي او هنري کانکور جایزو د وېش غونډه ترسره شوه، چې پکې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي ترڅنګ د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، د فرهنګي او هنري کانکور سیالۍ نماندانو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د خلکو د فرهنګ رئیس حافظ سیف الرحمن محمدي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فرهنګي او هنري کانکور سیالۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: یاده سیالۍ هر کال د هېواد په کچه د فرهنګیانو او هنرمندانو د هڅونې په موخه ترسره کیږي، چې سږ کال پکې د بېلابېلو (فرهنګي، ادبي، هنري، فلم، تیاتر، ژورنالیزم، راډیو، ټلویزیون او نورو برخو) ۵۱۸ اثار نماند شوي وو، د مسلکي پلاوي له لوري د طرزالعمل مطابق د یادو آثارو ارزونه وشوه او په سیالۍ کې بریالي ګډونوال په بېلابېلو مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.
دغه راز د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په دې سیالۍ کې بریالیو ګډونوالو ته د مبارکي ورکول ترڅنګ د فرهنګ او هنر په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: فرهنګ او هنر د ملتونو د فکري هویت او تاریخي ثبات ژوندی ستنې او د تاریخ او عصر روایت کوونکي ځواکونه دي په همدې موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هر کال فرهنګي او هنري کانکور سیالۍ ترسره کوي ترڅو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه فرهنګیان او هنرمندان وپیژندل او وستایل شي.
د ښاغلي عزیزي په وینا د فرهنګ او هنر پیاوړتیا او پراختیا د ټولو ګډ مسؤلیت دی او دغه غونډه د هغو فرهنګیانو او هنرمندانو د ستایلو په موخه جوړه شوې ده، چې د قلم او فکر په وسیلې د ټولنې علمي او فرهنګي ظرفیت لوړونې په پار هڅې کوي، سږ کال هم د نماندانو اثار د محتوا، شکل، نوښت او نورو ارزښتونو په اساس په پوره امانتدارۍ او مسلکي بڼه وارزول شول.
ورته مهال په غونډه کې ویناوالو د یادې سیالۍ له جوړیدو خوښي څرګنده کړه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې د فرهنګيانو او هنرمندانو د ستایلو په موخه مننه وکړه.
ویناوالو زیاته کړه، چې د فرهنګیانو او هنرمندانو هڅې راتلونکو نسلونو ته لارښود دی او د دوی کړنې او هڅې د ستایلو وړ دي ځکه فرهنګ او هنر هغه ارزښتونه دي، چې د ملت د تمدن بنسټونه جوړوي او هغه ټولنه چې دې برخو ته پاملرنه کوي په حقیقت کې د دوامداره پرمختګ لپاره هڅو کوي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په لړ کې د یادې سیالۍ د نماندانو د اثارو نندارې ترڅنګ د هنر د ارزښت په اړه تمثیلي پارچه هم وړاندې شوه.
