د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې پکې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګيانو او د ادب مینوالو ګډون کړی و.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریس مولوي نجیب الله حنیف ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغې مشاعرې د موخو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د امن په فضاء کې شاعران او لیکوالان راټول شوي دي او په خوښۍ دغه ډول سترې مشاعرې ترسره کوي، نوموړي له شاعرانو څخه وغوښتل چي خپله ژبه، قلم او خدای ورکړي استعدادونه دې د هېواد جوړونې په برخو کې وکاروي.
د مشاعرې په دوران کې ګڼ شمېر شاعرانو او ترنم کوونکو د هېواد سره د میني، یووالي، پرمختک او سوکالۍ او د کونړ سیند په اړه خپل چمتو کړي شعرونه ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
د مشاعرې په وروستۍ برخه کې د ترانو او ترنم ریس مولوي امان الله مستغفر د مشاعرې ارزونه وکړه او تر څنګ یې د شعر د اهمیت په اړه هم خبرې وکړې.
۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ ق
