روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو
د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر استادانو او د کتاب او مطالعې مینوالو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: کتاب د علم او روښانه راتلونکي اساس دی او مطالعه د یوې پوهې ټولنې د جوړېدو تر ټولو مهمه وسیله ده، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي چې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي، ځوان نسل د مطالعې پر ارزښت پوه کړي او د علمي ودې لپاره لا ښه فرصتونه برابر کړي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې په دغه نندارتون کې د دیني او عصري علومو ګڼ شمېر کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو.
ګډونوالو دغه نندارتون د علمي او فرهنګي ودې لپاره مهم وباله او ویې ویل: دا ډول پروګرامونه د مطالعې دود پیاوړی کوي، د ځوانانو فکري کچه لوړوي او له کتاب سره مینه زیاتوي.
ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول پروګرامونه دې پراختیا او پیاوړتیا ومومي.
۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق
