زابل کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د زابل ولایت د مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ په مشرۍ د خبریالانو، رسنيو استازو او ويانديانو تر منځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ولایتي استازي، د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د زابل د اطلاعاتو امر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولو رسنیو له فعالیتونو څخه خوښ دی، د رسنیو د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته یې د رسیدنې په موخه هڅي کوي او له ټولو رسنیو سره پوره همکار دی.
د ناستې په پای کې د زابل مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ وویل: رسنۍ د ټولنې سترګې او غوږونه دي، او د خلکو د پوهاوي، اصلاح او یووالي لپاره اساسي رول لري، ښاغلي حافظ د خبریالانو د خوندیتوب ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه؛ چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د ازادو او مسؤلو رسنیو پوره ملاتړ کوي.
۱۴۴۷/۵/۱۸ هـ ق
