سنګین ولسوالۍ کې میاشتنۍ ادبي مشاعره ترسره شوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ادب او فرهنګ پیاوړتیا، د شاعرانو او لیکوالانو هڅولو، د ځوانانو د ادبي استعدادونو غوړېدلو او د فرهنګي فعالیتونو پراختیا په موخه په د یادې ولسوالۍ په عامه کتابتون کې میاشتنۍ ادبي مشاعره ترسره شوه.
په دغې مشاعره کې د سنګین د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر خیرالله همدرد ترڅنګ ګڼ شمېر ځايي ادارو مسؤلینو، شاعرانو، نعت او ترانه ويونکو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د مشاعرې په لړ کې شاعرانو، نعت او ترانه ویوونکو خپل ترتیب کړي شعرونه او ترنمونه ګډونوالو ته وړاندي کړل او لیکوالانو د ادب او فرهنګ د ارزښت او ودې په اړه خپل نظرونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
د مسؤلینو په وینا؛ هڅې روانې دي، چې د ادب او فرهنګ د ودې او پرمختګ په موخه دغه ډول ادبي او فرهنګي مشاعرې په منظمه او دوامداره توګه جوړې شي.
۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ ق
