عنابه ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۷
...

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همکارۍ عنابه ولسوالۍ کې څه باندې ۵۰ تنو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وايي: دغه پروګرام د امیرالمومنین حفظه الله د  ۱۷ مې ګڼې فرمان د تشریح په اړه و، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او پوهنې ریاست مسؤلینو په مرسته ځوانانو ته تشریح شو.
د ځوانانو چارو آمر په خپلو خبرو کې د امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مې ګڼې فرمان( د ودونو، مصیبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنیدلو پر مهال د ناوړه دودونو مخنیوي) په اړه یو شمېر ځوانانو ته معلومات ورکړل. 
 په دغه پروګرام کې ګډونوالو ځوانانو د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړولو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول پروګرامونه دوی ته د اسلامي احکامو او ټولنیزو مسؤلیتونو باندې ښه پوهیدو کې مرسته کوي.
۱۴۴۷/۳/۱۴ ه ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۸
Background image

اندخوی ولسوالۍ کې د مخدوم‌قلي فراغي د علمي، ادبي او فرهنګي مقام درناوي په موخه غونډه وشوه

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د اندخوی ولسوالۍ د فرهنګپالانو او ځوانانو په نوښت او همکاریو په اندخوی ولسوالۍ کې د نامتو ترکمن شاعر مخدوم‌قلي فراغي د علمي، ادبي، فرهنګي او عرفاني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پنجشېر کې د عربي ژبې زده کړې وړیا ټولګي پرانیستل شو

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو شمېر ځوانانو او د سیمه‌ئیزو ادارو کارکوونکو لپاره د عربي ژبې زده کړې وړیا ټولګي پرانیستل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

تگاب ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د دې ولایت د تگاب ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

BACK TO NEWS