غزني کې (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۱۷
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم ګڼ شمېر استادانو، فرهنګیانو، زده کړیالانو، زده‌کوونکو او ځوانانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د خلکو د پوهاوي په برخه کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ناسمو خبرونو، اوازو او د مغرضو رسنیو د تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشي.
نوموړي د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، د رسنیزې پوهې د اهمیت او د ناسمو خبرونو د پېژندلو د لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او ځوانان یې د لوړو زده‌کړو ترلاسه کولو ته وهڅول.
د سیمینار په لړ کې ویناوالو د ټولنې د فکري ثبات او فکري جګړې د پایلو په اړه خبرې وکړې او فکري جګړه یې جدي ګواښ یاده کړه، د سیمینار په پای کې ګډونوالو د دا ډول سیمینارونو جوړول د ځوانانو د فکري ودې په برخه کې اغیزمن وبلله او د دغو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړ.

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS