فاریاب کې د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امارتي او خصوصي رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
مسؤلینو د سالم او مسوولانه اطلاعرسانۍ په برخه کې د رسنیو پر بنسټیز رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د اسلامي امارت د رهبرۍ فرامین، لارښوونو او احکامو سم او کره انعکاس د رسنیو له اساسي مکلفیتونو څخه دي او د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې د دیادو فرامینو او احکامو خپرول ځانګړی اهمیت لري.
دغه راز مسؤلینو د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول، په ځانګړي ډول د انساني قاچاق او د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې مهم وباله او په دې برخه کې یې د رسنیو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د خبر رسونې په ډګر کې د امارتي او خصوصي رسنیو ترمنځ همغږي مهمه ده او د رسنیو له استازو څخه یې وغوښتل چې له باوري سرچینو پرته د مطالبو له خپرولو ډډه وکړي او د مسلکي خبر لیکنې اصول او د رسنیو اخلاقي معیارونه په خپلو ټولو خپرونو کې مراعات کړي.
د غونډې په لړ کې، یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د خبریالانو د ستونزو، معلوماتو ته د لاسرسي او له رسنیو سره د ادارو د لا زیاتې همکارۍ د اړتیا په اړه خبرې وکړې او د دوامدار ملاتړ او همغږۍ غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د خبریالانو د کاري مصوونیت پر تأمین، د محتوا د مسوولانه خپرونې پر اهمیت، د اسلامي ارزښتونو او رسنیزو اخلاقو پر رعایت او د ټولنې د اصلاح په برخه کې د رسنیو پر رول ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۸/۲۰ هـ ق
