لښکرګاه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لښکرګاه اړوند په بست تاریخي کلا کې د تاریخي آبداتو د ارزښت، ساتني او خوندیتوب په اړه د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار ترسره شو. په دغه سیمینار کې د امارتي ادارو مسؤلینو ترڅنګ، یو شمېر علماوو کرامو او د سیمي ګڼو اوسېدونکو ګډون کړی و.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تاریخي ځایونو، آثارو او د سیاحتي سیمو د ارزښت، ساتني او خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: تاریخي سیمي زموږ هویت، د تېرو نسلونو یادګارونه او ګډې شتمنۍ دي، چې د هېواد د لرغونې تاریخ، تمدن او فرهنګ څرګندونه کوي؛ له همدې امله یې ساتنه او پالنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د تاریخي سیمو او آثارو د ساتنې په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي، ترڅو دغه میراثونه راتلونکو نسلونو ته په خوندي توګه ولېږدول شي، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام جذب کړي او د هېواد د اقتصادي ودي لپاره هم زمینه برابره کړي.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د تاریخي آبداتو او آثارو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د تاریخي سیمو؛ فرهنګي او معنوي ارزښت خورا لوړ دی، ځکه د همدې آثارو له لاري زموږ د ټولنې لرغونتوب، دودونه او فرهنګ پېژندل کېږي او باید ساتنه یې په ګډه وشي.
ورته مهال د سیمي اوسېدونکو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د بست کلا او نورو تاریخي سیمو د معرفي کولو، ساتنې او بیارغونې په برخه کې پوره هڅې کوي، دوی ژمنه وکړه، چې د تاریخي او فرهنګي سیمو او آثارو په ساتنه کې به له اړوندو ادارو سره پوره همکاري کوي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق
