ننګرهار کې خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو لپاره یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سېمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو، د رسنیو استازو، د ولایتي ادارو وياندويانو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني رسنۍ د مهمو موضوعاتو د خپرېدو سرچینه وبلله او ویې ویل: رسنۍ مسؤلیت لري، چې خلکو ته په وخت او دقیق ډول معلومات ورسوي، دغه ډول سمینارونه د ویاندویانو او خبریالانو د مسلکي ودې لپاره خورا ګټور دي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي هم رسنۍ د نظام او ولس ترمنځ پُل وباله او ټینګار یې وکړ، چې معلومات باید په مسلکي، باوري او مسؤلانه بڼه خپاره شي، په نشراتو کې اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو ته جدي پاملرنه وشي او ویاندویان باید رسنیو ته په وخت معلومات ورکړي، څو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی وشي.
د سېمینار په لړ کې د مسلکي استادانو له لوري د ژورنالېزم د اصولو، د اسلام له نظره رسنیز مسؤلیت، د خبر لیکلو معیارونو او د ویاندویانو مکلفیتونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شول.
ګډونوالو دغه سمینار د خبریالانو او ویاندویانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره اغېزمن وباله او ویې ویل: په دا ډول سېمینارونو کې یې نه یوازې معلومات زیاتېږي، بلکې د رسنیزو کارکوونکو ترمنځ همغږي هم پیاوړې کېږي.
۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق
