ځوانانو چارو ریاست نوی رئیس معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه
د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د پکتیکا پوهنتون پخوانی رییس مولوي سید محمد داوود آغا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی، چې د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال، د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست عمومي رییس مفتي محمد طاهر احمدي، د وزارت سلاکارانو، رییسانو او د امارتي ادارو د مسوولینو په شتون کې معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د غونډې په پیل کې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رییس مفتي محمد طاهر احمدي د ځوانانو چارو ریاست د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه ریاست د ځوانانو د عقیدوي، فکري او علمي پوهاوي مسؤولیت لري.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال، د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه ریاست د هېواد تېر تاریخ ثبت او ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدوي، ترڅو ځوانان د خپلې خاورې له تاریخ څخه خبر شي. نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د ځوانانو چارو ریاست له مهمو موخو څخه د ځوانانو روزنه او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د ناستې په لړ کې د ځوانانو چارو نوي رییس مولوي سید محمد داوود آغا د اسلامي امارت له مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسؤلینو له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل: دغه مسؤولیت به په بشپړې ژمنتیا او صداقت سره ترسره کړي. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو مسوولینو او کارکوونکو څخه هم وغوښتل، چې د چارو د لا ښه ترسره کېدو او پرمختګ په برخه کې له ده سره لازمې همکارۍ او همغږۍ وکړي.
۱۴۴۸/۲/۱۹ هـ ق
