ځوانان د هېواد راتلونکي جوړوونکي دي ملاتړ يې زمونږ کاري لومړيتوب دی
د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د دې ولایت له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې وویل: ځوانان د افغانستان د راتلونکي جوړوونکي دي، د دوی ملاتړمو له اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د زده کړو، معاصرو علومو او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي او د ګټورو او رغنده زده کړو د ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
مولوي ملکزاده ډاډ څرګند کړ، چې د پنجشیر ولایت مقام مشرتابه او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیزو، فرهنګي او عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو سره هڅې کوي، چې د ځوانانو د فکري، ذهني او فرهنګي ودې لپاره لا ښه زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې، ګډونوالو ځوانانو د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامدار ملاتړ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د ځوانانو هڅونه وبلله.
۱۴۴۷/۸/۲ هـ ق
