اخبار
سرپل کې د (کتاب لوستنې) په نوم کلتوري پروګرام ترسره شو
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د نورالمدارس ټولنې او د بلغلي کلي د فرهنګي ځوانانو په همکارۍ په یاد کلي کې مطالعې ته د ځوان نسل هڅولو په موخه لسګونو تنو ځوانانو ته د. . .
د اطلاعاتو او کلتور وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ولايت مقام له رهبرۍ سره د ليدنې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې هم وارزولې.
د لوګر اطلاعاتو او. . .
د بغلان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه څو لرغوني آثار موندل شوي دي
د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یې ۱۷ لرغوني آثار موندلي دي.
د مسؤلینو په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهانو ټیم له لوري د. . .
شاوخوا ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده
د اطلاعاتو او کلتور ولایتي ریاستونو مسوولین وایي: د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده، د. . .
(د رڼا په لور ګډ سفر) په نوم لس ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسیده
د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ګڼ شمېر ځوانانو ته (د رڼا په لور ګډ سفر) په نوم لس ورځنی جوړ شوی روزنیز سیمینار پای ته ورسېده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي؛ له دې ډول. . .
(د قرآن کریم د آیاتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خطاطانو ټولنې په همکارۍ د هنرمندانو د ملاتړ او د هنري آثارو لپاره د بازارموندنې په موخه (د قرآن کریم د آیتونو تجلی) په نوم د خطاطۍ درې ورځنی. . .
له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه ځوانان فارغ شول
په بغلان، لوګر، فاریاب او پنجشېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو اړوند ښوونیزو مرکزونو څخه زرګونه تنه ځوانان فارغ شول.
بغلان کې څه باندې درې زره تنه ځوانان، لوګر کې سلګونه تنه. . .
رستاق ولسوالۍ کې د سیرتالنبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالي ترسره شوه
د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یو همکار خیریه بنسټ له لوري په رستاق ولسوالۍ کې د دوو ورځو په موده کې د ۱۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د سیرتالنبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه.
له دې. . .
ده صلاح، پل حصار او اندارب ولسوالیو کې د قومونو ترمنځ د یووالي په اړه جلا جلا غونډې جوړې شوې
د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ده صلاح، پل حصار او اندارب ولسوالیو کې جلا جلا غونډې جوړې شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رییس په. . .
