کاپیسا کې له کتاب پلورونکو، خپرندویانو او لیکوالانو سره ناسته وشوه
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کتاب پلورونکو، خپرندویانو، لیکوالانو او د فوتو کاپي مرکزونو له مسؤلینو سره په خپرنيزو چارو کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو وویل: هر کتاب باید له چاپ څخه وړاندې د کتاب ارزونې کمېسیون ته وړاندې شي، لیکوالان او خپرندویان باید د کتاب لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ISBN شمېره واخلي، ترڅو د کتابونو د چاپ او خپرېدو بهیر منظم او قانوني شي، د لیکوالانو حقوق خوندي پاتې شي او له غیرقانوني کړنو څخه مخنیوی وشي.
دوی له خپرندویانو، لیکوالانو، کتاب پلورونکو او د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د کتاب چاپ او خپرېدو اصولو پوره مراعت کړي.
ورته مهال خپرندویانو، لیکوالانو، کتاب پلورونکو او د فوتوکاپي مرکزونو مسؤلینو د دې ناستې له جوړېدو څخه مننه وکړه او د خپرندوی او لیکوال د حقوقو د خوندي کولو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
