ننګرهار کې سلګونو تنو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي؛ د مسلکي او کسبي برخو د زده کړو په څلورمه دوره کې دری سوه تنو ځوانانو ته د انګلیسي او کمپیوټر او دوه سوه تنو نورو ځوانانو ته د انلاین او افلاین سوداګریو په برخو کې د دریو میاشتنیو زده کړو ترلاسه کولو زمینه برابره شوه، د دې ترڅنګ شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان د موبایل جوړونې، برښنایي چارو ترمیم او یو شمېر نورو برخو کې په زده کړو بوخت دي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ تر دې مهال یې شاوخوا ۷۰۰ تنه ځوانان خصوصي پوهنتونونو ته په وړیا او نیمه وړیا ډول ورپیژندلي او د ځوانانو په فکري اصلاحي برخو کې هم بېلابېل پروګرامونه پیل شوي دي.
ورته مهال د ننګرهار ځوانان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له جوړو شویو زده کړه ییزو فرصتونو څخه خوښ دي او د ورته فرصتونو د لا پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه کوي.
۱۴۴۷/۸/۲ هـ ق
