فاریاب او پروان ولایتونو کې د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۳۳
..

د فاریاب او پروان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري په جلا جلا توګه له خبریالانو، د امارتي او خصوصي رسنیو د مسوولینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې.
اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسوولینو د رسنیزو بنسټونو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د معلوماتو په رسولو، عامه پوهاوي او د ټولنې د واقعیتونو په انعکاس کې یې د رسنیو رول مهم وباله.
همدارنګه په دغو غونډو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولینو د خبریالانو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د رسنیو کارکوونکو ملاتړ، همکارۍ او ستونزو د حل په برخه کې لا زیاتې همکارۍ وکړي. مسؤلینو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو( اقتصادي مرستې، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، د همغږۍ غونډې او د خبریالانو د ملاتړ) په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
د غونډو نورو ګډونوالو هم د همکارۍ پر دوام، د همغږۍ پر پیاوړتیا او د رسنیزو فعالیتونو لپاره د ښه چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۴
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له پنځمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې د ښوونې او روزنې سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۰
Background image

لوګر کې د کتابونو او تاریخي آثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

یاد نندارتون د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی، چې پکې د دیني او عصري علومو زرګونه ټوکو کتابونو ترڅنګ د عینکو مسو کان له لرغونې سیمې څخه ترلاسه شوي تاریخي آثار هم نندارې ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نارنج ګل دودیزه مشاعره د زرګونو ګډونوالو په شتون کې ترسره شوه، چې پکې د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د ختیځ زون د زرګونه ولسونو سربېره د. . .

BACK TO NEWS