د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په سیاحتي سیمو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲
.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی د پراختیا او څېړنې ریاست اړوند استازو سره په لیدنه کې د یاد ولایت په سیاحتي او تاریخي سیمو کې د ګرځندویانو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
ښاغلي صابري وویل: خوست چې د هېواد په سوېل ختیځ زون کې پروت ولایت دی، ګڼې طبیعي، سیاحتي او تاریخي سیمې لري، چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پاملرنې وړ دي. د نوموړي په وینا، که په دغو سیمو کې معلوماتي لوحو، ارام ځایونو او نورو اړینو خدمتونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، نو د ګرځندوی سکتور د ودې ترڅنګ به د سیمې اقتصادي فعالیتونه هم ورسره ښه شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی د پراختیا او څېیړنې ریاست استازو وویل: خوست ته د دوی د سفر موخه ددغه ولایت له شته سیاحتي او تاریخي سیمو څخه لیدنه، د هغو ارزونه او همدارنګه د نویو سیمو ثبت او تثبیت دی چې د ګرځندوی له پلوه ارزښت لري، دوی زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي د هېواد په کچه د سیاحتي او تاریخي سیمو د ساتنې، ثبت او پراختیا لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او د هر ولایت د اړتیاوو له مخې به د اړوندو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

۱۴۴۸/۱/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۵
Background image

بادغیس کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اخندزاده مطیع الله متقي وویل: د شکر ځای دی، چې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په سیاحتي سیمو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی د پراختیا او څېړنې ریاست اړوند استازو سره په لیدنه کې د یاد ولایت په سیاحتي او تاریخي سیمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

میدان وردګو کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره د زرګونو ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د مڼې ګل دوديزه مشاعره د دې ولايت مرکز اړوند د ابراهیم خیلو په کلي. . .

BACK TO NEWS