هلمند کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۵
..

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ریاست اړوند د کلتوري مرکز په تالار کې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي شو.
 د هلمند د فرهنګ او ګرځندوی آمر د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شعر، لیکوالۍ او د دغه سیمینار د ارزښت په اړه معلومات وړاندي کړل.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د لیکوالۍ، لیکوال، په اسلام کې د شعر او شاعر د ارزښت، د شعر د جوړښت، کیفیت، ډولونو او د شعر د اغیزو په اړه  هر اړخیزې خبرې وکړې.
وینا والو له شاعرانو او لیکوالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د شعر او لیکوالۍ په وسیله ځوانان او ټولنه په اسلامي فکر لا ښه سمبال کړي او قلمي رسالت په ښه توګه اداء کړي.
ورته مهال ګډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ترسره کړیو هڅو څخه مننه وکړه او د ورته روزنیز سیمینارونو د دوامداره جوړیدو غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معین سره وکتل

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون غړو، د خپرونو چارو معينيت مقام د لارښوونې او د دې کمېسیون د تېرې غونډې د پرېکړې پر اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري معينيت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۲
Background image

د لغمان او ننکرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د لغمان او ننګرهار ولایتونو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د ګرځندوی صنعت د ودې، د سیلانیانو د جذب او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
د لغمان د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د لکڼو سیمې له ځوانانو سره د فرهنګي چارو د پراختيا په موخه ليدنه وکړه‌

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي محمد صابر صابري د مرکز اړوند د لکڼو سيمې له ځوانانو سره وکتل، په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د سيمې د ځوانانو ستونزې او. . .

BACK TO NEWS