ځوانانو چارو ریاست نوی رئیس معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۳
...

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د پکتیکا پوهنتون پخوانی رییس مولوي سید محمد داوود آغا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی، چې د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست عمومي رییس مفتي محمد طاهر احمدي، د وزارت سلاکارانو، رییسانو او د امارتي ادارو د مسوولینو په شتون کې معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

د غونډې په پیل کې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رییس مفتي محمد طاهر احمدي د ځوانانو چارو ریاست د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه ریاست د ځوانانو د عقیدوي، فکري او علمي پوهاوي مسؤولیت لري.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغه ریاست د هېواد تېر تاریخ ثبت او ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدوي، ترڅو ځوانان د خپلې خاورې له تاریخ څخه خبر شي. نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د ځوانانو چارو ریاست له مهمو موخو څخه د ځوانانو روزنه او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

د ناستې په لړ کې د ځوانانو چارو نوي رییس مولوي سید محمد داوود آغا د اسلامي امارت له مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسؤلینو له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل: دغه مسؤولیت به په بشپړې ژمنتیا او صداقت سره ترسره کړي. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو مسوولینو او کارکوونکو څخه هم وغوښتل، چې د چارو د لا ښه ترسره کېدو او پرمختګ په برخه کې له ده سره لازمې همکارۍ او همغږۍ وکړي.

۱۴۴۸/۲/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۳
Background image

ځوانانو چارو ریاست نوی رئیس معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د پکتیکا پوهنتون پخوانی رییس مولوي سید محمد داوود آغا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۱۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، خطاطانو او د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناستې وشوې

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د زمري ۲۴مې (د هېواد د خپلواکۍ ورځې) نمانځنې ته د چمتووالي په موخه د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، خطاطانو او د چاپ. . .

BACK TO NEWS