د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۴
..

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د قطر دولت له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه او ورورولۍ اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو او د قطر دولت له لوري له افغانستان سره د شویو همکاریو او ملاتړ قدرداني وشوه.
د لیدنې په مهمو موضوعاتو کې له قطر څخه افغانستان ته د سیلانیانو د جذب، د افغانستان د طبیعي، تاریخي او سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، په افغانستان کې د قطري پانګه‌والو د پانګونې د زمینه‌ برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندویي همکاریو لپاره د رسمي چوکاټ د رامنځته کولو موضوعات شامل وو.
د ګرځندوی، مالي او اداري معین د افغانستان د ګرځندویي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه, چې افغانستان د طبیعي ښکلاوو، تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او بېلابېلو سیاحتي جاذبو له پلوه د پام وړ ظرفیتونه لري او د قطري سیلانیانو او پانګه‌والو لپاره د همکاریو مناسب فرصتونه موجود دي.
ورته مهال، د قطر دولت سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او فرهنګ یې د تمدنونو یو اساسي عنصر وباله. نوموړي زیاته کړه، چې تمدنونه په اسانۍ له منځه نه ځي او انسانان د تمدنونو په رامنځته کولو، پاللو او وده کې مهم رول لري.
د قطر سفیر همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانستان او قطر ترمنځ یې د اړیکو د لا پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د دوامدار تعامل پر اړتیا خبرې وکړې.

۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

لوګر او لغمان ولایتونو کې د کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هېواد د عامه کتابتونونو د ریاست په همکارۍ د اسد۲۴ په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ همدارنګه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۸
Background image

پروان کې د اطلاعاتو ته پر وخت د لاسرسي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الحق صدیقي په مشرۍ د یاد ریاست په انګړ کې، د امارتي ادارو د ویاندویانو او د محلي رسنیو د استازو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۴
Background image

د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د قطر دولت له سفیر ډاکټر علي مردف القاشوطي سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندوی په. . .

BACK TO NEWS