(له هریوا تر نیشاپوره) شپنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۲۸
..

هرات ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ او د دې ولایت د ادبي ټولنې په ګډو همکاریو (له هریوا تر نیشاپوره) په نوم ادبي مشاعره د لسګونو هراتي او ایراني شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګي څېرو، د ایران او ترکیې د قونسلګریو استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دې پروګرام کې د دواړو هېوادونو شاعرانو د خپلو شعرونو په لوستلو سره، د ملتونو او د سیمې د بېلابېلو فرهنګونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د شعر او ادب پر ارزښت خبرې وکړې.
په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مسؤلینو د دې پروګرام د جوړېدو موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د ادبي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا، د شاعرانو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره د زمینې برابرول او د دواړو هېوادونو د ګډ ادبي او فرهنګي میراث معرفي کول وبلل او زیاته یې کړه؛ چې دا ډول پروګرامونه جوړول د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او ادبي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
ورته مهال، یو شمېر شاعرانو او ادیبانو وویل: شعر او ادب له پخوا راهیسې د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې مهم رول لري او د دې ډول پروګرامونو جوړول کولای شي، ځوان نسل د دواړو هېوادونو له ګډ ادبي میراث سره لا زیات بلد کړي.
ایراني شاعرانو هم وویل: د افغانستان او ایران ترمنځ ډېر ګډ فرهنګي او ادبي مشترکات شته او د دواړو هېوادونو شاعران او شعري میراث هم په ډېرو برخو کې ګډې ځانګړنې لري. د هغوی په وینا، مشترک تاریخي شالید، ژبه او ادبیات د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ژورو فرهنګي اړیکو لپاره زمینه برابره کړې ده.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجيب الله حنيف د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۷
Background image

هلمند او نورستان ولایتونو کې ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ١٣٠٠ تنو زده کوونکو ته د فکري او اصلاحي پروګرامونو ترڅنګ د کمپیوټر پروګرامونو، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د اترا ادارې د استازو په. . .

BACK TO NEWS