د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۲
..

د تخاراو کندز ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ جلا جلا ناستې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤولینو د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو، خبریالانو او ادارو ترمنځ یې د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دغو ناستو کې ویناوالو د رسنیو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ خلکو ته د عامه پوهاوي، د عامه افکارو په روښانولو او د اسلامي ارزښتونو په سمه توګه لېږدولو په برخه کې مهم رول لري. دوی د رسنیو ستونزې واوریدې او زیاته یې کړه، چې اړوندې ادارې به د دغو ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو په برخه کې پوره هڅې وکړي.
د دغو ناستو ګډونوالو د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل، د حکومتي ادارو او رسنیو ترمنځ د ګډې همکارۍ د دوام، د همغږۍ د پیاوړتیا او د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه پر دوامدارو ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۵
Background image

غور کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي د پراختیا هڅې روانې دي

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (د ناوړه دودونو مخنیوی) په اړه د عامه پوهاوي د هڅو په دوام، د دغه فرمان د مادو د تشریح په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳۶
Background image

کابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي مواد وویشل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت او د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان او د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

سنګین ولسوالۍ کې میاشتنۍ ادبي مشاعره ترسره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د سنګین ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ادب او فرهنګ پیاوړتیا، د شاعرانو او لیکوالانو هڅولو، د ځوانانو د ادبي استعدادونو. . .

BACK TO NEWS