بهزاد مینیاتورۍ سبک د یونسکو د کلتوري میراثونو لیست کې ثبت شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۲۴
...

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین وايي: د استاد کمال‌الدین بهزاد د مینیاتورۍ سبک د تخنیکي او فرهنګي پړاوونو څخه وروسته، په رسمي ډول د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان(یونسکو) د ناملموسو کلتوري میراثونو په لېست کې ثبت شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او هنر آمر وايي: د هرات د مینیاتورۍ د ثبت وړاندیز نږدې یو کال وړاندې یونسکو سازمان ته لېږل شوی و، چې د یونسکو د کلتوري میراث د ساتنې د کمیټې له تایید وروسته دا لرغونی هنر د نړۍ د کلتوري شتمنیو په لړ کې شامل شو.
د فرهنګ او هنر آمر دغه لاسته راوړنه د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د هرات مینیاتوري د هېواد له ارزښتمنو تاریخي هنرونو څخه ده، چې د یونسکو سازمان کلتوري میراثونو لېست کې ثبت سره د هرات کلتوري اهمیت ته د نړیوالو د پاملرنې د لاښه جذب لامل کیږي.
په ورته وخت کې د مینیاتورۍ هنر استادان وايي: د هرات د مینیاتورۍ سبک، چې له شپږو پېړیو زیات تاریخ لري، د ختیځې نړۍ له مشهورو هنري سبکونو څخه دی او د یاد میراث ثبت به د دې هنر د لا ښې پيزندنې، د کلتوري سیلانیانو د جلب او د نړیوالو ملاتړونو د جذب زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د مینیاتورۍ هنر د افغانستان درویشتم ناملموس فرهنګي میراث دی، چې په یونسکو سازمان کې یې نوم ثبت کېږي.

1447/6/22 هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS