د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د رسنیو مسؤلینو سره میاشتنۍ ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۵۳
..

د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، د خبریالانو د خوندیتوب ولایتي کمېټې په همغږۍ د رسنیو  له مسؤلینو سره میاشتنۍ ناسته وشوه.
مسوولینو د واقعیتونو د کره، روښانه او مسوولانه انعکاس په برخه کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ همکارۍ د پوهاوي د زیاتوالي او متقابل باور د پیاوړتیا لامل ګرځي.
په سمنګان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل د خبریالانو د کاري ننګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ د ۲۰۲۶ میلادي کال لپاره د خبریالانو د کاري وضعیت د ښه والي په موخه حمایوي او روزنیز پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د ناستې په پای کې یو شمېر خبریالانو د رسنیو د وضعیت په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS