د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاحتي، تاریخي او فرهنګي ځایونو ساتنې ته ژمن دی

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۵۱
وو

دوشنبه(۱۴۴۷ شوال المکرم ۱۹مه) دغه څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ قومي مشرانو سره په لیدنه کې وکړې.
په دې لیدنه کې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ قومي مشرانو په هېواد کې د سیاحتي، تاریخي او فرهنګي ځایونو د ساتنې او بیارغونې له امله د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل: د قرغیو ولسوالۍ ټول ولسونه له اسلامي امارت سره د تل په څېر همکار دي او پوره ملاتړ یې کوي.
قومي مشرانو قرغیو ولسوالۍ کې د سیاحتي، تاریخي او فرهنګي ځایونو په برخو کې شته ستونزې او وړاندیزونه د ګرځندوی، مالي او اداري معین سره شریکې کړې.
ورته مهال د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په افغاني ټولنه کې د قومي مشرانو رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا په برخه کې قومي مشران او په ټوله کې ولسونه مهم رول لري، چې د ولسونو په همکارۍ سره هېواد کې د ګرځندوی سکتور په ښه توګه پیاوړی کېدای شي.
ښاغلي جمال د قرغیو ولسوالۍ د سیاحتي، تاریخي او فرهنګي ځایونو په برخه کې د شته ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو پوره ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاحتي، تاریخي او فرهنګي ځایونو ساتنې او بیارغونې ته پوره ژمن دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS