د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (آیسسکو) له خوا د اسلامي خطي نسخو په اړه جوړې شوې علمي ناستې کې آنلاین ګډون وکړ.
دغه ناسته د ایسسکو د خطاطۍ او خطي نسخو مرکز له لوري (په قزاقستان کې د اسلامي خطي نسخو واقعیتونه او آرمانونه ) په نامه د دې سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، چې پکې د افغانستان له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف، د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس محمد شفیق احمدزي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشو ګډون کړی وو.
له ناستې څخه موخه د اسلامي خطي نسخو وضعیت څیړل، د ساتنې لارې چارې یې او له دې میراثونو څخه په معاصرو څېړنو کې ګټه اخیستل وو.
د آیسسکو سازمان عمومي رئیس، خطي نسخې د بشر د تاریخي پوهې له اساسي ارکانو څخه وبللې او د لړلیکونو د نوي کولو او علمي همکاریو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
دغه راز یو شمېر قزاقستاني څيړونکو د اسلامي خطي نسخو د ارزښت، ژبنيو تنوع او اوسني حالت په اړه خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې د متخصیصیونو له لوري د اسلامي خطي نسخو په اړه د راتلونکو همکاریو پر لارو چارو خبرې وشوې.
۱۴۴۷/۷/۹ هـ ق
