د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۵۵
..

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري اطلاعاتو ته د لاس رسي او د همغږۍ لا پیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د رسنیو او خبریالانو د رول پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ د واقعیتونو په انعکاس او د ټولنې په پوهاوي کې مهم رول لري. نوموړي ټینګار وکړ، چې خبریالان د مسلکي مسؤلیت په درک کولو سره کولای شي د خلکو او نظام ترمنځ د لا زیات باور په ټینګښت کې مهمه ونډه واخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په وینا، د رسنیو اصلي رسالت د معلوماتو دقیق، بې‌طرفه او مسؤلانه لېږد دی، ترڅو خلک د پېښو او د امارتي ادارو د فعالیتونو څخه په شفاف ډول خبر شي.
د ناستې په لړ کې د امارتي ادارو ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د دقیق او بې‌طرفه اطلاع‌ رسونې، معلوماتو ته د لاسرسي او د همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه، نظرونه او ستونزې یې له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې مسؤلینو د حل ډاډ ورکړ.

۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS