د میلاد النبيﷺ په مناسبت مشاعره او د مشاعرو د تنظیم قانون تشریحي غونډه جوړه شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۴۱
ږږږ

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د حضرت محمد مصطفیﷺ د مبارک میلاد په مناسبت شپنۍ مشاعره او د مشاعرو د تنظیم قانون تشریحي غونډه جوړه شوه، چې پکې لسګونو شاعرانو، د ترنم بلبلانو، د ادب مینه والو، ځوانانو، فرهنګي او علمي اشخاصو، ادیبانو او د ولایت بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الحق صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست تر څنګ وویل: نننۍ مشاعره د حضرت محمد مصطفی ﷺ د مبارک میلاد په مناسبت او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د مشاعرو د تنظیم قانون د تشریح او عامه پوهاوي لپاره جوړه شوې ده، ترڅو مشاعرې د یاد قانون د محتوا مطابق ترسره شي او زیاته یې کړه؛ چې شعر باید د قوم، ژبې، سمت پالنې الفاظ ونه لري او یو شاعر باید د اسلامي اصولو په رڼا کې شاعري وکړي، ترڅو ټولنه مثبت لوري ته رهبري کړي.
د غونډې یو شمېر ویناوالو وویل: شاعر باید تل د شریعت په چوکاټ کې خپل شعرونه ولیکي او الله تعالی د هغو شاعرانو ستاینه کوي، چې د خپلو شعرونو په منځپانګه کې د اسلام مبارک دین، هېواد او د جهاد ارزښتونه راونغاړي، د ویناوالو له لوري د هغو شاعرانو هڅې وستایل شوې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو کړنو، کارنامو، لاسته راوړنو او د جهادي جذبو بهیرونه ته یې د شعر په ژبه انعکاس ورکوو.
 همداراز راغلو شاعرانو او د ترنم بلبلانو د میلاد النبيﷺ د مقام او عظمت په اړه خپل ترتیب کړي شعرونه د ترنم په ژبه وړاندې کړل او د امیر المومنین حفظه الله تعالی له لوري د مشاعرو د تنظیم قانون ستاینه وکړه او ټینګار يې وکړ چې د ا ډول معنوي او فرهنګي غونډې دې لا دوام ومومي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر له لوري د مشاعرو تنظیم قانون تشریح شو.
۱۴۴۷/۳/۱۰هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۳
Background image

ننګرهار کې د نویو سیاحتي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه

 ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د سیاحتي شرکتونو په ګډې همکارۍ د دغه ولایت نویو طبیعي او تفریحي سیمو د پېژندنې په موخه د ډله‌ ییزو سفرونو لړۍ پیل شوه.
د دې لړۍ لومړی سفر د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵ زره تنو ګډون کړی وو

دغه نندارتون چې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ جوړ شوی و، د کتاب‌پلورونکو له لوري د کتابونو پر قیمت ۳۰ سلنه تخفیف اعلان شوی و، چې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۸
Background image

ګرمسېر کې شانداره مشاعره تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري د ګڼ شمېر ولسي وګړو په شتون کې شانداره میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه.
په مشاعره کې د ګرمسېر. . .

BACK TO NEWS