سلګونه ځوانان بېلابېلو برخو کې له زده کړو څخه فارغ شول
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د (YHDO) مؤسسې په همغږۍ په ٤مه ښونیزه دوره کې ۵۰۰ تنه ځوانان له بېلابېلو تعلیمي او حرفوي زده کړو څخه فارغ کړل، چې له ډلې څخه یې ۱۰۰ تنه هغه ځوانان چې حرفوي زده کړې یې بشپړې کړې وې وستایل شول او د یو میلیون افغانیو په ارزښت د کار وسایل (کیټونه) ورکړل شول، ترڅو وکولای شي، په عملي توګه خپل مسلکي فعالیتونه پیل کړي.
د مسؤلینو په خبره؛ د ځوانانو پر ظرفیت لوړونه پانګونه د هېواد د دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي او دا ډول پروګرامونه د بېکارۍ کچې کمولو او د ځوانانو په ځان بساېنې په برخه کې مهم رول لري.
مسؤلینو د (وای اېچ ډي او) مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د ځوانانو د ملاتړ، مهارت او پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۷/۷/۱۰ هـ ق
