د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌ الله) د فرامینو د لا ښه تطبیق په موخه ولسي غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲۷
...

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په کوز کونړ ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌ الله) د فرامینو د لا ښه تطبیق په موخه د عامه پوهاوي ولسي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې مسؤلینو وویل: د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د ولسونو قربانۍ د هېرولو نه دي، اسلامي امارت هڅې کوي؛ چې د ژوند په ټولو برخو کې ناوړه دودونه د شرعي اصولو پر بنسټ جوړ کړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌ الله) فرامین د ټولنیز عدالت ټینګښت، د ناوړه دودونو مخنیوي او د وګړو د مشروع حقونو د خوندي کولو په موخه صادر شوي، چې پلي کول یې د ټولنې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.
دغه راز مسؤلینو د اسلامي نظام ټولنیزو ګټو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان مهم ټکي یې بیان کړل.
د غونډې په پای کې د یادې سمیې اوسیدونکو د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د فرامینو د لا ښه پلي کېدو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې وویل: د ولسونو قربانۍ د شرعي نظام د حاکمیت لپاره وې او اوس به د همدې نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کوي.
د غونډې په لړ کې ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان چاپي نسخې هم ووېشل شوې.
۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې پکې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله. . .

BACK TO NEWS