د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین ارزګان ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۵۷
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال ارزګان ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دغه ریاست د چارو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپل ستونزې او وړاندیزونه یې د ګرځندوی مالي او اداري چارو له معین سره شریک کړل.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: له دې سفر څخه موخه د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې ارزول او د یاد ریاست ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اوریدل دي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: د ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ همغږۍ اړینه ده او باید تل وساتل شي.
ښاغلي جمال وويل: اسلامي نظام د ولس په قربانیو راغلی دی، زموږ امراوو پر موږ او تاسو باور کړی او دا دروند مسؤلیت یې موږ ته سپارلی دی، باید کوښښ وکړو چې په پوره اخلاص او صداقت دا باور وساتو او ولس ته خدمت وکړو، ترڅو د الله تعالی رضا ترلاسه او ولس ته خوښی ورکړو. 

۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې پکې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله. . .

BACK TO NEWS