هرات کې د خطاطۍ درې ورځیني نندارتون پرانیستلو ترڅنګ د (دیوان دارا) کتاب مخکتنه وشوه
د هرات ولایت ادبي ټولنې په تالار کې د خواجه محمد اسماعیل(دیوان دارا) کتاب چې د فارسۍ کلاسیک ادب ارزښتمن اثر بلل کېږي، د ګڼ شمېر فرهنګپالانو، شاعرانو او لیکوالانو په حضور کې یې مخکتنه وشوه.
د دې اثر تصحیح کوونکي وویل: د دیوان دارا نوې چاپ شوې بڼه تر ټولو بشپړه او کره نسخه ګڼل کېږي، چې په ۵۰۰ ټوکو کې، په رنګه بڼه او ځانګړې صحافۍ سره چاپ شوې ده. دیوان دارا کتاب ۶۸۷ غزلونه، یوه قطعه او څلور مخمسونه لري چې ټولټال یې د بیتونو شمېر ۴۵۹۵ دی او په دې چاپ کې د شاعر یو شمېر هغه نوي موندل شوي شعرونه هم زیات شوي، چې په پخوانیو نسخو کې موجود نه وو.
د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دې اثر د بیا چاپ هرکلی وکړ او ویې ویل: د بومي شاعرانو د اثارو بیا راژوندي کول د هېواد د فرهنګي میراثونو او ادبي هویت د ساتنې مهمه برخه ده.
د یادونې وړ ده، چې د دې اثر له مخکتنې سره هم مهاله د علامه صلاحالدین سلجوقي په تالار کې د خطاطۍ درې ورځینی نندارتون هم پرانیستل شو.
په یاد نندارتون کې د هرات د خطاطۍ د استادانو هغه تابلوګانې، چې د دارا شعرونه پرې لیکل شوي وو، نندارې ته وړاندې شول.
۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق
