فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
..

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد ګل خيبر د اسلامي او افغاني فرهنګ په خپراوي کې د رسنیو رول اړین وباله او ټينګار يې وکړ، چې ټولې رسنۍ بايد د هېواد او اسلامي نظام دښمنانو پر وړاندې مبارزه وکړي او تر ولسونو پورې دې، ديني لارښونې، نبوي سيرت، د ا.ا.ا شته لاسته راوړنې او پرمختګونه ورسوي.
ورته مهال د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رسنۍ د عامو وګړو په ذهنونو او فکرونو باندې اغيزمنې وسيلې وبللې او زياته يې کړه، چې رسنۍ بايد د ديني، ټولنیزو، فکري، عقیدوي، اخلاقي او سياسي خپرونو له لارې عامه افکار جوړ او وساتي.
همدارنګه د نوای نخبګان راډیو مدير مسؤل وويل: د دې راډیو پرانېستل په رسنيز ډګر کې يو نوی ګام دی او د خپل مسلکي ټيم په همکارۍ به د فراه ولس ته هغه څه چې خلک ورته اړتيا لري، وړاندې کړي.
په غونډه کې یو شمېر رسنیزو فعالانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په دې ولایت کې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ښې فضا ساتلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې شاوخوا لس رسنۍ پرته له کوم ګواښ څخه په ډاډه توګه فعاليتونه کوي او اطلاعاتو ته لاسرسی لري.

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS