د آقچې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۵۹
...

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د آقچې ولسوالۍ په اکتید ښوونیز مرکز کې سلګونو ځوانانو ته د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی، تشریح شو.
د عامه کتابتون عمومي مدیرد دغه فرمان د تشریح پر مهال وویل: په خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنېدو په مراسمو کې غیرضروري لګښتونه له هغو دودونو څخه دي، چې باید مخنیوی یې وشي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه فرمان محتوا د خپلو کورنیو له غړو سره هم شریکه کړي، ترڅو په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه او په ټولنه کې یې د عملي کېدو زمینه برابره شي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د مشرتابه (حفظه‌ الله) د فرامینو په تطبیق کې د فردي مسؤولیت پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل: د ټولنې هر وګړی باید د دغو لارښوونو په عملي کولو کې خپله ونډه واخلي، ترڅو ناسم دودونه له منځه ولاړ شي.
یو شمېر ګډونوالو د پوهاوي غونډو جوړول مهم یاد کړل او ویې ویل: د یاد فرمان له محتوا سره بلدتیا او د بې‌ځایه لګښتونو له پایلو څخه پوهاوی کولای شي، د ټولنیزو دودونو په اصلاح او پر کورنیو د اقتصادي فشارونو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

۱۴۴۸/۶/۳ ه‍ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۳۷
Background image

کاپیسا کې له خبریالانو او د امارتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي او خصوصي رسنیو د خبریالانو او د دغه ولایت د حکومتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۳۰
Background image

نیمروز کې د ژورنالیستانو فکري، عقیدوي او د مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په شتون کې د ژورنالیستانو د فکري، عقیدوي او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۵۹
Background image

د آقچې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د آقچې ولسوالۍ په اکتید ښوونیز مرکز کې سلګونو ځوانانو ته د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر. . .

BACK TO NEWS