بلخ لپاره د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د دفتر رئیس د اطلاعاتو او کلتور وزیر سره وکتل
چهارشنبه ( ۱۲ د جمادی الثانية ۱۴۴۷) بلخ ولايت لپاره د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د دفتر رئیس میکایل تاش د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شيخ شيراحمد حقاني صاحب سره وکتل.
په پیل کې د بلخ د تیکا د دفتر رئیس میکایل تاش وزیر صاحب ته د یادې ادارې د فعالیتونو او پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دا اداره په درېو ولایتونو کابل، هرات او مزارشریف کې دفترونه لري، چې د بلخ رياست د شمال زون د ۹ ولایتونو د چارو مسؤل دی، تر اوسه په شمالي ولایتونو کې نږدې ۷۰۰ پروژې د سل مليونه ډالرو په ارزښت تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، چې په ټول هېواد کې دې ادارې له دوه زرو څخه زیاتې پروژې تطبیق کړي دي.
نوموړي د سلطان محمود غزنوي د مقبرې د انګړ د بیارغونې په اړه معلومات وړاندې کړل، یاده پروژه تازه بشپړه شوې، چې تېره اوونۍ پرانیستل شوه، ښاغلي تاش سلطان محمود غزنوي د دواړو هېوادونو د خلکو په منځ کې یوه تلپاتې څېره وبلله، تر څنګ يې د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلالالدین بلخي د پلار بهاءالدین ولد د خانقاه د بیا رغونې په اړه هم معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه، چې دوی له ۲۵ کلونو راهیسې د دې خانقاه د بیارغونې په هڅه کې دي، نوموړي دا کلتوري پروژه ډېره ارزښتمنه او حیاتي وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې دا پروژه به هم په راتلونکې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب د تیکا د بلخ دفتر رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې او تاریخي آبداتو د ترمیم په برخه کې د یادې ادارې د هڅو ستاینه وکړه او د پروژو د بشپړولو او بریالي تطبیق لپاره يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د مولانا جلالالدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین ولد خانقاه په بلخ ولسوالۍ کې په شاوخوا ۳۱ جریبه ځمکه موقعیت لري او پلان دی، چې تیکا اداره به د ترکي متخصصینو په واسطه د دې خانقاه د بیارغونې کار په راتلونکې کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
۱۴۰۴/۹/۱۲ هـ ل
