د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
..

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون، د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د کتاب‌پلورونکو لپاره د معیاري چاپېریال د برابرېدو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او خپرندویانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا کتاب پلورونکو او خپرندویانو ته د جوازونو ورکول غوره اقدام ؤباله او دا یې د کاپي رایت (لیکوالانو حقونو ساتنې) او کتابونو د کاپي کولو د مخنیوي په برخه کې مهم اقدام یاد کړ.
دغه راز کتاب‌ پلورونکو او خپرندویانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسئولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د کتابونو د نندارتون لپاره یو مناسب او دایمي ځای مشخص او د کتاب پلورنکو او خپرندویانو په اختیار کې د ورکړل شي تر څو د کتابونو او مطالعې عامولو لپاره دوامداره او اغیزمن پروګرامونه جوړ شي.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو ډاډ څرګند کړ، چې موږ هڅه کوو، د کتاب‌پلورونکو صنف لپاره یو منظم او مناسب ځای برابر کړو، ترڅو فرهنګي پروګرامونه په ښه توګه تنظیم او کتابونو ته د خلکو لاسرسی اسانه شي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې پکې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله. . .

BACK TO NEWS